د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو پر بېلابېلو سیمو لسګونه بريدونه کړي
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز نن په خپل ورځني راپور کې همداراز وویل چې روسي ځواکونو د اوکرایني سرتېرو پر سنګرونو او د خلکو د استوګنې پر سیمو د ایراني شاهد ډوله ډرونونو په وسیله ۴۸ هوايي حملې کړي او ۹۰ توپونه یې ویشتلي.
بلخوا د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د بلګورد ښار والي ویاچیسلاو ګلادکوف نن وویل، پر یوه دولتي ودانۍ او دوو شخصي کورونو د ډرون حملې شوي، خو والي زیاتوي چې ډرون ویشتل شوی او په حملو کې څوک نهدي زیانمن شوي.
دا راپورونه د خپلواکو سرچینو لهخوا نهدي تایید شوي.