د اوکراين پوځ: د باخموت د کنټرول لپاره سخته جګړه شوې
باخموت له څو میاشتو راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې پر مرکز بدل شوی دی.
د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د جګړې په اړه د وروستیو پرمختګونو په راپور کې ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې اصلي جنګي عملیات د دونیڅک د سیمې د باخموت اودیوکا ماریانکا د جګړې پر کرښې متمرکز دي.
د اوکراین پوځ ویلي چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې ۳۷ بریدونه په شا تمبولي دي.
دغه راز ویل شوي چې روسي ځواکونو د اوکراین پر پوځ او ملکي اهدافو ۵۲ د میزایلو او هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
د اوکراین پوځ د باخموت په ختیځه برخه کې د سختو جګړو د دوام خبره داسې مهال کوي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ وروسته له هغې خپلو پوځیانو ته د مبارکۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې د روسیې دفاع وزارت او د واګنر په نوم د اجیرو وسلهوالو ډلې مشر د باخموت ښار د نیولو اعلان وکړ.