طالبانو له ايرانه تر ۲۷۰۰ د زياتو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړ
دغه وزارت پرون شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي چې ۲۷۳۱ تنه افغان پناه غوښتونکي تېره پنجشنبه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۵۴۷ تنه یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
وزارت دا نهده مشخصه کړې چې دغه سلګونه افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي، که په جبر له ایرانه ایستل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته ګڼ کسان ګاونډیو هېوادونو ته د کار روزګار لپاره ځي.