په سلوادور کې د ټېلماټېل له امله ۱۲ تنه مړه او ۱۰۰ کسان ژوبل شوي
د پولیسو ادارې په ټویټر کې تر دې مخکې د مړو شمېر ۹ تنه ښودلی و.
د مرکزي امریکا په دغه هېواد کې پولیس وايي، لومړني راپورونه ښيي چې د نندارچیانو یوې ډلې هڅه وکړه، چې سټوډیوم ته ننوځي، چې د الیانز او فاس په نوم د ټیمونو ترمنځ مسابقه روانه وه.
د سلوادور د کورنیو چارو وزیر خوان کارولس ویلي، د مدني خوندیتوب د خدماتو کارکوونکي په هغه ځای کې وو او ځانونه یې د دې پېښې اغېزمنو شویو کسانو ته رسولي دي.