اوکرایني ځواکونو د باخموت د سقوط ادعا رد کړه
یفګيني پریګوژین ویلي، پر باخموت ښار یې تر جګړې وروسته ولکه ټینګه کړې ده.
هغه په یوه ویډیو کې چې پر ټلېګرام یې خپره کړې ویلي، باخموت ښار له پرون غرمې د روسيې تر بشپړ کنټرول لاندې راغلی دی.
خو د اوکراین دفاع وزارت مرستیاله هنا ملیار وايي، په باخموت کې لا هم سخته جګړه روانه ده.
د باخموت ښار پر سر جګړه د اوکراین او روسیې ترمنځ د روان کړکېچ تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.
ملیار وايي، وضعیت ترینګلی دی او د دوی مدافعان په دې ښار کې پر مشخصو صنعتي ساحو کنټرول لري.