بورکينا فاسو کې د وسلهوالو د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي
یوه محلي چارواکي پرون شنبه دا خبره د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.
دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، نامعلومو وسلهوالو دا حمله په کای کلي کې د جمعې ناوخته کړې ده.
ځايي اوسېدونکو هم د حملې خبر تایید کړی دی.