د ایران قضایه قوه: سعید یعقوبي، صالح میرهاشمي او مجید کاظمي اعدام شول
د بشري حقونو ډلو او ګڼو حکومتونو د تورنو کسانو د محکومېدو پر څرنګوالي اعتراض درلود.
د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی چې د صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کردسفلي د اعدام حکم نن سهار عملي شو.
تر دې مخکې واشنګټن له تهران څخه غوښتي وو، چې د دغو درېیو کسانو له اعدام ډډه وکړي.
دغو درېیو بندیانو په یوه لیک کې له خلکو غوښتي وو چې د دوی د اعدام مخه دې ونیسي.
د بخښنې نړیوال سازمان د مې پر ۱۶مه په خپل کلني راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې په ایران کې د اعدامونو شمېر ۵۷۶ ته لوړ شوی و حال دا چې وړم کال د دغه بنسټ په خبره هلته ۳۱۴ اعدامونه اجرا شوي وو.
د ایران د بشري حقونو ډله چې مرکز یې په ناورې کې دی وايي، په ایران کې سږ کال تر اوسه ۲۴۳ کسان اعدام شوي دي.