بايډن د جي۷ هېوادونو غونډه کې د ګډون په موخه جاپان ته رسېدلی
د ولسمشر بایډن ایر فورس ون الوتکه د هیروشیما په لوېدیځ کې د امریکايي سمندري ځواکونو په اډه کې ښکته شو.
دا هغه ځای دی چې د مې تر ۲۱مې به په کې د اوو لویو صعنتي هېوادونو غړي سره وویني.
جو بایډن به په پایوانیوګینی او اسټرالیا کې له مخکې ټاکل شوي تمځایونو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون شي.