د بخښنې نړيوال سازمان: په نړۍ کې د اعدامونو کچه لوړه شوې
ایران په دې برخه کې له ټولو مخکې شوی او ورسره هغه هیلې چې نړیوالو ته د قزاقستان په ګډون په شپږو هېوادونو کې د اعدام د حکم له منځه تلو سره پیدا شوې وې تتې شوي.
ایمنسټي انټرنېشنل په خپل کلني راپور کې چې نن د مې په ۱۶مه خپور شو ویلي دي چې له چین پرته په نوره نړۍ کې د ۸۸۳ اعدامونو په سلو کې نوي یوازې د درېیو هېوادونو له خوا تطبیق شوي چې لومړی ایران، دوهم سعودي عربستان او ورپسې مصر دی.