د کډوالو نړيوالې ادارې لپاره نوې مشره ټاکل شوې
د اسوشېټېډپرېس په وینا، امي پاپ به لومړنۍ ښځه وي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال دفتر مشري کوي.
پاپ د کډوالۍ د نړیوال سازمان د مشر انټونیو ویټورینو مرستیاله پاتې شوې او د دوشنبې په ورځ یې په یو لړ ټاکنو کې له هغه ډېرې رایې وګټلې.
د آی او ام د مشرۍ لپاره ټاکنې د سویس په جېنوا کې وشوې او د پنځو کلونو په مخه یې امي پاپ غوره کړه.