د کډوالۍ نړيوال سازمان په ننګرهار کې يو روغتيايي کلينيک جوړ کړی
دغه سازمان وايي، د دې سیمې اتیا فیصده اوسېدونکي افغانستان ته تازه راستانه شوي او مخکې روغتیايي خدماتو څخه تر ډېره پورې محروم وو.
افغانستان کې د آی او ام مشرې ماریا مویټا په خپل ټویټر کې لیکلي، دا کلینیک داسې وخت اړمنو ته پرانیستل شوی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره باید ډېر اوږد واټن ووهي.
هغې د ښځو په اړه خاصه اندېښنه ښودلې چې نهشي کولای د اوږدو واټنونو په خاطر منظم روغتیايي معاینې وکړي.