روسيې د اوکراين په ختيځ کې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی
په همدې حال کې د اوکراین وګړو د هوايي حملو له ډاره د ځانونو د پناه کولو هڅه وکړه.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ چارواکو د اوکراین د جنوب په زاپوریژیا کې د اروپا تر ټولو لویې اټومۍ بټۍ ته د ورپېښو خطرونو په باب اندېښنه ښودلې ده.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویل، چې دی په دې باب سخته اندېښنه لري چې اوکرایني ځواکونو زاپوریژیا ته څېرمه د دېره روسي ځواکونو د تیت و پرک کولو لپاره د توپونو ډزې زیاتې کړې دي.
شاوخوا ۱۴ میاشتې کېږي چې دغه اټومي بټۍ د روسیې لهخوا نیول شوې ده.
ګروسي ویلي چې د دې اټومي بټۍ اټومي خوندیتوب او امن ته ډېره اندېښنه لري.