د دویمې نړیوالې جګړې د بري مراسم؛ پوتین د تاجکستان ولسمشر وربللی
![د دویمې نړیوالې جګړې د بري مراسم؛ پوتین د تاجکستان ولسمشر وربللی](https://gdb.rferl.org/10040000-0aff-0242-45d4-08da59cf72d2_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د دویمې نړیوالې جګړې د بري د مراسمو په یاد غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې پوتین له رحمان سره د ټليفوني خبرو پر مهال هغه ته دا بلنه ورکړې.
دا مراسم به د مې میاشتې په نهمه په مسکو کې ترسره شي.
د دویمې نړیوالې جګړې د بري په یاد مراسمو کې چې د مسکو په سره میدان کې ترسره کېږي، پوځي رسم ګذشت هم شامل دی.