د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو خیرالله پرهر خوشې کړی
![د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو خیرالله پرهر خوشې کړی](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-f88e-08db4cbe1e07_w800_h450.jpg)
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې د طالبانو له بنده د ورزشي خبریال خیرالله پرهر د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
دغه مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرهر له شاوخوا څلورو میاشتو زندان وروسته خوشې شو، خو د خبرپاڼې په وینا، د هغه توقیف د ټولنیزو رسنیو د قانون خلاف و.
د خبرپاڼې له مخې، طالبانو تر اوسه د پرهر د نیولو او خوشې کېدو لاملونه نهدي روښانه کړي.
د خبریالانو مرکز ویلي، دا مهال یو بل خبریال مرتضی بهبودي هم د طالبانو په بند کې دی چې باید خوشې شي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي، هغه خبریالان چې دوی توقیف کړي لامل یې خبریالي نه وه، خو د خبریالانو ملاتړي د طالبانو حکومت تورنوي چې خبریالان د ځینو تحقیقاتي او لانجمنو موضوعاتو د تعقیب لپاره توقیفوي.