د طالبانو مشر کندهار او يو شمېر ولايتونو ته نوي واليان ګمارلي
د طالبانو رهبر ملا هبتالله اخندزاده د کندهار په شمول د ځینو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي چې د دفاع وزارت د ستراتېژيکو استخباراتو معین ملا محمد علي حنفي د کندهار د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی.
د کونړ لپاره محمد ایوب خالد، د نورستان لپاره بشیر احمد حقاني، د جوزجان لپاره ګل حیدر شفیق او د بغلان لپاره عبدالرحمان حقاني نوي والیان ټاکل شوي.
دوی ټول مخکې د قول اردوګانو او نورو ولایتونو مشران وو.
د طالبانو د رهبر په فرمان کې همداراز د شاوخوا څلورو قول اردوګانو لپاره هم ځیني نوي قوماندانان ټاکل شوي.
د طالبانو پر رهبر ملا هبتالله اخندازه نیوکې دي چې د حکومت په اکثره مقرریو کې دخیل دی او واکیې انحصار کړی دی.