جماعت اسلامي يو ځل بیا د مولانا هدايت الرحمان د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې
![جماعت اسلامي يو ځل بیا د مولانا هدايت الرحمان د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-3627-08db4ae2d2ce_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پر نوموړي د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې مقدمه درج شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.