ملګرو ملتونو 'فریدون سینیرلي اوغلو' د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی دی.
نوموړی د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دنده لري چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه وکړي.
ګوټېرېش له سینیرلي اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان اوسنیو ننګونو ته د رسېدو لپاره دې د یوې واحدې او همغږې تګلارې لپاره د وړاندیزونو د چتمو کولو په پام کې نیولو سره د یوې خپلواکې ارزونې مشري وکړي.
د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه د افغانستان په اړه د دا ډول ارزونې غوښتنه چې د نومبر د میاشتې تر اولسمې نېټې پورې به بشپړېږي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۶مه په یوه تصویب شوي پرېکړه لیک کې کړې وه.
سینیرلي اوغلو چې په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې یې دوکتورا اخیستې، د ۲۰۱۶ کال راهیسې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د دایمي استازي په توګه دنده مخته وړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره ځانګړی همغږه کوونکی داسې مهال ټاکي چې ټاکل شوې نوموړی د راتلونکې دوشنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې مشري وکړي.
د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا په دې غونډه کې به د افغانستان د روانو ستونزو د هواري او د نړیوالو له خوا د یوې ګډې همغږۍ د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې وشي.