د روسيې ولسمشر د چين د دفاع له وزير سره ليدلي
![د روسيې ولسمشر د چين د دفاع له وزير سره ليدلي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-b0d1-08db3ea7a9e7_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یکشبنې په مسکو کې د چین د دفاع له وزیر لي شانګفو سره وکتل او دواړو د چین او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ ستاینه وکړه.
دواړو هېوادونو ویلي چې، مشارکت یې سرحد نهلري.
د چین ولسمشر شي جین پینګ تېره میاشت په مسکو کې له پوتین سره کتلي و.
د رویټرز په وینا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري استولي، روسیې او چین په خپلو کې اقتصادي، سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي.