د خوست پوهنتون کادري روغتون کې يو شمېر نوي طبي ماشینونه فعال شول
روغتیايي کارکوونکي وايي، پخوا د خوست هغه ناروغان چې د ناروغیو تشخیص يې دې ټکنالوژۍ ته اړتیا درلوده، اړ وو چې کابل یا له هغې وړاندې پاکستان ته ولاړ شي.
یاد طبي ماشینونه د هغې مرستې یوه برخه ده، چې پنځه کاله مخکې د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ د خوست تدریسي روغتون ته ورکړې وه، خو د اړتیا سره، سره تر اوسه نه وو فعال شوي.
د جراحي ډيپارټمنټ استاد ډاکټر بادشاه زار عبدالي د دې ټکنالوژۍ د ارزښت او اړتیا په باب وویل: "افغاني کادرونه په استعداد کې له نورې نړۍ کم نهدي، خو دلته ډاکټران په ټوله مانا اوسمهالي طبي ټکنالوژۍ ته لاسرسی نهلري."
دی زیاتوي، د دې ټکنالوژۍ پر مټ به دوی وکولای شي، د عمومي جراحي، داخله او عصبي جراحۍ په برخو کې هغه ناروغۍ چې دوی پخوا نهشوای تشخیص کولای، تشخیص او معالجه کړي.
د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي روغتون مسوولین وايي، چې څو ورځې وروسته به په ورته توګه، دې روغتون کې د انجیوګرافي ماشین او هغه ماشین چې د هغې په واسطه د پښتورګو تیږې ماتیږي فعال شي.
د دوی په وینا هره ورځ به په منځني ډول لس ناروغان په سيټي سکن او لس ناروغان په ایمارای ماشينونو کتل کېږي او پنځو ناروغانو ته به هم انجیوګرافي کېږي.
د نوې فعالې شوې طبي ټکنالوژۍ د کارونې لپاره په کابل کې یو شمېر ځوان ډاکټران هم روزل شوي دی.
د دې روزل شویو کسانو یو هم ډاکټر شاهد یوسفزی دی، چې د تدریسي روغتون د راډیولوژي ډيپارټمنټ د ایمارای د برخې د تکنیشن په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړی وايي: "موږ ډېر خوښ یو چې د روغتون لهخوا کابل ته د ایمارای او سيټي سکن د ټرینینګ لپاره لېږل شوي وو، هلته موږ د سافت ویر او نورو پروسیجرونو کې ډېرې ښې زدهکړې وکړې، دغه ټکنالوژي چې خوست ته راغلې ده، ډېرو کمو ځایونو کې موجوده ده، تاسو ته ډاډ درکوو چې موږ د دې وړتیا لرو هغه پروسېجرونه چې په نورو ځایونو کې کېږي، خوست مېشتو ته يې وړاندې کړو."
سره له دې چې د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون ته له مخکې پرسونل ګمارل شوی وو، خو د ځینو ستونزو له کبله دا روغتون شاوخوا یوولس کاله غیر فعال و.
د تدریسي روغتون مسوولین وايي، د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ترسره کولو په څنګ کې په دې ځای کې د طب پوهنځي محصلانو ته د عملي زدهکړو زمینه هم برابره شوې ده.
د تدریسي روغتون مشر ډاکتر حمیدالله نادري وايي: "ډاکټرصایبان په دې پوهېږي، چې دا سرویسي صحي خدمتونه دي، چې د افغانستان په دولتي شفاخانو کې ممکن نهدي، خو الحمدالله خوست هم د دې شاهد دی چې سيټي سکن او ایمارای له لارې به هېوادوالو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي."
د خوست پوهنتون تدریسي روغتون سره پنځه کاله مخکې د ۸,۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ لهخوا د اوسمهالي طبي وسایلو او پرمختللې ټکنالوژۍ مرسته وشوه، چې د ایمارای او سيټي سکین ماشینونو په ګډون ډېری ټکنالوژي تر اوسه نه وه فعاله شوې.
د خوست تدریسي روغتون اوسمهال ۲۴۸ کسان طبي، اداري او خدماتي پرسونل لري او د سره صلیب نړیوالې کمېتې سره قرارداد وروسته يې فعالیتونه منظم شوي دي.