اوچا افغان ښځو ته د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی
اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي، هیڅ ټولنه د ښځو له حضور پرته زیات دوام نهشي پيدا کولی.
په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له ټولنې حذف شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو څانګې په ټویټرپاڼه کې ځینې شعارونه خپاره کړي چې په یوه کې یې لیکل شوي، ښځې د هېواد نیمایي نفوس دی او موږ د دې لپاره دنیا ته نه یو راغلي چې په کور کې پاتې شو، پخلی وکړو یا ماشومان وزېږو. اجازه راکړئ چې زده کړې وکړو او ژوند وکړو.
د ښځو نړیواله ورځ سږ کال داسې مهال نمانځل کېږي چې، د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.