کرکټ؛ بنګله دېش په درېیمه سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه
انګلستان په لومړنیو دوه لوبو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وې.
په درېیمه لوبه کې بنګله دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۴۷ منډو هدف یې وټاکه.
د بنګله دېش د توپ وهونکو له ډلې شکیب الحسن ۷۵ او مشفق الرحیم ۷۰ منډې وکړې.
په دې لوبه کې انګلستان ته جوفرا ارچر ۳، عادل رشید او سام کرن بیا دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
مېلمه لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۴۴م اور کې له لاسه ورکړل او ۱۹۶ منډې یې وکړې.
د دوی لپاره په دې لوبه کې مخکښ توپ وهونکی جیمز وینز و چې، ۳۸ منډې یې وکړې.
د کوربه لوبډلې په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن ۴، عبادت حسن او تجاول اسلام دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
شکیب په دې سیالۍ کې د غوره لوبغاړي جایزې ګټلو ترڅنګ لومړنی بنګله دېشی توپ اچونکی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې ۳۰۰ ویکټې پوره کوي.
د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه انګلستاني عادل رشید ته ورکړل شوه.
د ویلو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ۳ شل اوریزو سیالیو لړۍ د مارچ په ۹مه نېټه پیل شي.