نیوزیلینډ په دویمه ټيسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه
د دې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان ۴۳۵ منډې کړې وې چې نیوزیلینډ یې په ځواب کې ۲۰۵ منډې وکړې.
د نیوزیلینډ لوبډله د انګلستان له لومړۍ پاڼۍ څخه له ۲۰۰ منډو زیات قرضدار پاتې شول، نو انګلستان د فالوان له قانون ګټه واخیسته او دوی ته یې بیا د توپ وهنې بلنه ورکړه.
نیوزیلینډ په دویمه پاڼۍ کې پياوړې توپ وهنه ترسره کړه چې، ۴۸۳ منډې يې جوړې کړې.
دوی ته پخواني لوبډلمشر کین ویلیمسن سلیزه ووهله چې ۱۳۲ منډې يې وکړې.
انګلستان ته چې په وروستۍ ورځ د ۲۵۸ منډو هدف ورکړل شوی و، تر ۲۵۶ منډو یې ۹ لوبغاړي سوځېدلي وو او وروستي لوبغاړي یې جیمز انډرسن هغه وخت خپله وېکټ له لاسه ورکړه، چې نیل واګنر ورته په پیډونو یا پښو کې توپ وغورځاوه چې د وېکټ ساتونکي لهخوا کېچ شو.
ویلیمسن د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې لوبه کې ځوان انګلستاني هري بروک په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۴ منډې کړې وې خو په دویمه پاڼۍ کې په صفر وسوځېد.
همدارنګه جو روټ بیا ۱۵۳ منډې کړې وې.
د توپ اچونکو له ډلې یوازې انګلستاني جک لیچ په دویمه پاڼۍ کې ۵ وېکټې واخیستې.
د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه.