د اوکراین پوځ: روسیه په ختیځ کې د خپلو ځواکونو د شمېر پر زیاتولو بوخته ده
مسکو په سیمه کې د پراخو بریدونو د ترسره کولو لپاره خپلې هڅې متمرکزې کړې دي.
په عین حال کې د اوکراین او روسیې ځواکونه په ختیځ او شمال ختیځ کې په سخته جګړه بوخت دي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر د دوشنبې په ماښام په خپل رپوټ کې وویل چې د معلوماتو له مخې تر ۲۰۰ پورې عسکر له روستوف څخه د اشغال شوې لوهانسک سیمې ته استول شوي دي.
د اوکراین پوځي ادارې دا هم ویلي چې د ورځې په اوږدو کې روسیې د ایران د بې پیلوټه الوتکو په مټ ۱۲ بریدونه کړي او ۵۵ توغندي یې ویشتي دي.
د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي، دوه مرستندویه کارکوونکي پرون د اوکراین په لوېدیځ کې د روسیې په هوايي برید کې ووژل شول.