ملګري ملتونه: په اوکراین کې تراوسه له ۲۱ زرو زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک نن په یوه بیان کې وویل چې ۸ زره او ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۲۷۸ کسان ټپیان شوي دي.
هغه ویلي چې اکثره مرګ ژوبله نویو ځوانانو او ډېرو زړو ته رسېدلې او محتاطانه یې ویلي چې ښایي دا د ټولې مرګ ژوبلې یوه کوچنۍ برخه وي.
ترک زیاته کړه چې د دغې جګړې له امله شاوخوا ۱۴ میلیون وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.