د تورخم دروازه نن د درېیمي ورځې لپاره هم تړلې وه
د طالبانو چارواکو د تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو او مالونو د تګ راتګ اساسي لاره ده د یکشنبې په ورځ بنده کړه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي ویلي چې، په سوداګریزو مالونو بار تر شپږ زرو پورې لارۍ د تورخم دروازې په دواړه خواوږو کې ولاړې دي چې چارواکي به په دې اړه یوې موافقې ته ورسېږي.