چين د روسيې او اوکراين ترمنځ د مذاکراتو غوښتنه کړې
وانګ يي اوس مهال په هنګري کې دی او په پام کې ده چې په روانه اونۍ کې مسکو هم ته ولاړ شي.
دې جګپوړي چینايي ډيپلومات چې پرون په بوداپست کې خبرې کولې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت په نړۍ کې د امنیت د ټینګښت په خاطر د سولې او مذاکراتو غوښتنه کوي.
د چین د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې هېواد یې د یوې دوامداره او سولهيیزې حللارې په چوکاټ کې د اروپا لپاره سوله غواړي.
پېکېنګ تر دې دمه پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندنې ډډه کړې خو په عین حال کې یې په پرلهپسې ډول د سولې پر اړتیا ټینګار کړی.