د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ
باختر اژانس چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده ویلي چې، په دغه پلاوي کې د طالبانو د ریاست الوزرا، د تدارکاتو د ملي ادارې او د مالیې وزارت استازي شامل دي.
د اوسپنې پټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني د تېرې یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تمه ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ترتیب شوي اکشن پلان مطابق یوه موافقه نهایي شي او د حیرتان مزارشریف د اوسپنې پټلۍ څخه به د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي.
د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د افغانستان دننه د دغې ۷۵ کیلومتره اوږدې پټلۍ فعالیت یې له دې کبله ځنډولی چې دا هېواد نهدی توانېدلی چې پر وخت د دغې پروژې تخنیکي ساتنه وکړي.