افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړ
![افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړ](https://gdb.rferl.org/08b90000-0a00-0242-8ff5-08dab19d53b4_w800_h450.jpg)
دغه تمرینونه چې په ابوظبي کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ترسره کېږي، هدف یې راتلونکۍ اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره شل اوره لوبو ته تیاری نیول دي.
په پام کې ده چې، د دواړو لوبډلو ترمنځ درې لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۱۶،۱۸ او ۱۹مه ترسره شي.
د افغانستان او د متحده عربي اماراتو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو دغه لړۍ وروسته له هغې تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره د دریو یو ورځنيو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه.
اسټرالیا دغه اقدام د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تیري په غبرګون کې کړی دی.