د فرانسې ولسمشر اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو د استولو احتمال رد نه کړ
مکرون پرون په هاګ کې د هالنډ له صدراعظم مارک روټ سره په ګډ خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې چې فرانسه اوکراین ته جنګي جټ الوتکو د استولو په اړه غور کوي که نه؟
مکرون وویل چې هېڅ احتمال به له پامه ونه غورځول شي او زیاته یې کړه چې په دې کې دا احتمال هم نه ردېږي چې دا جنګي الوتکې به د روسیې له قلمرو سره هم تماس وکړي.
هغه دا یادونه هم وکړه چې د دې الوتکو په ورکولو سره به د فرانسې پوځ کمزوری نه شي.
د فرانسې ولسمشر همداراز وویل چې اوکراین باید په رسمي ډول د دې الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.
په پام کې ده چې ښاغلی مکرون نن سه شنبې د اوکراین د دفاع له وزیر اولیکسي ریزنیکوف سره په پاریس کې وګوري.