یوناما د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون د طالبانو بندیز غندلی
طالبانو د شنبې په ورځ د سلواغې په اتمه په یو رسمي مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکړ چې تر بلې خبرتیا پورې د ښوونځیو نجونو فارغانو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
یوناما پرون په یوه بیان کې د طالبانو دا پرېکړه پر ناسم لوري یوبل ګام بللی او وايي، دا حکم د طالبانو له مخکېنۍ ژمنې سره چې د نوي هجري لمریز کال له پیل سره سم به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانېزي په ټکر کې دی.