روسي ځواکونو د اوکراین جګړه کې د پرمختګونو ادعا کړې
د راپورونو له مخې مسکو هڅه کړې چې سرحدي سیمې کورسک ته اضافي سرتېري ولېږي چې هلته د جګړې لیکې په پیاوړې کړي.
اوکراین بیا جګړه کې د روسي پوځیانو د پرمختګ ادعا رد کړې او ویلې یې دي، د دوی ځواکونو هېڅ کوم مورچل له لاسه نه دی ورکړی.
کییف په ځلونو له خپل لوېدیځ متحدانو غوښتي چې د روسیې په ضد جګړه کې تجهیزات او امکانات ورکړي.
یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې امریکا، جرمني، پولند او بریتانیا په دې وروستیو ورځو کې وویل چې اوکراین ته یې ۱۳۰ ټانکونه سپارلي دي.