د ځینو خیریه بنسټونو مسوولان: له زیانګالو افغان ماشومانو سره دې مرستې وشي
دوی وايي، هڅې پیل کړي څو په افغانستان کې بېوزله ماشومان د یخنۍ له ځپلو وژغوري.
د خیریه بنسټونو مسوولان له افغان سوداګرو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د زیانګالو افغان ماشومانو لاسنیوی دې وکړي څو د یخنۍ له ځپلو وژغورل شي.
د طالبانو حکومت ویلي، په تېرو څو ورځو کې د یخنۍ او نورو بېلابېلو پېښو له امله لسګونه کسان مړه شوي او دغه راز سلګونه څاروني هم له منځه تللي دي.
نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: