زینیو: په نږدې راتلونکي کې د کوېډ۱۹ د دویمې څپې خپرېدل ناشونې دي
د چین د ناروغیو د کنټرول او وقایې په مرکز کې د ساري ناروغیو مشر وو زینیو ویلي، د نوي چینايي کال د نمانځلو پر مهال چې خلک په ډله ییز ډول تګ راتګ کوي، کوېډ۱۹ ناروغي ښايي خپره او په ځینو سیمو کې پیاوړې شي، خو د ده په وینا په نږدې راتلونکي کې د دې ناروغۍ د دویمې څپې خپرېدل ناشونې دي.
چینايي چارواکو په وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی.
د جنورۍ پر ۱۴مه، په چین کې د یوې میاشتې په موده کې په کرونا ویروس د ۶۰ زره کسانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی و، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.