په بریتانیا کې اوکراینۍ عمله د چلنجر-۲ ټانکونو د چلولو زده کړې پیلوي
بریتانیا اوکراین ته د دغو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.
د شنبې په ورځ د ازادي راډیو له اوکراینۍ څانګې سره په مرکه کې پرېستایکو ویلي، دغه عمله به ډېر ژره د بریتانیا په خاوره کې خپل تمرینونه پیل کړي.
لندن د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې اوکراین ته به دغه عصري جنګي ټانکونه ورکړي.
بریتانیا لومړنی غربي هېواد دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دغه ټانکونه کییف ته ورکوي.