پخوانی ولسمشر حامدکرزی تېره شپه جرمني ته تللی
په دې اړه ډېر جزیات نهدي ورکړل شوي.
ښاغلي کرزي د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه بهر د سفر اجازه نه درلوده، خو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره جرمني ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې بېرته کابل ته ستون شو.
حامد کرزي د سهشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینه محمد سره هم کتلي او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د بندیزونو په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.