امنه محمد له طالب چارواکو سره د نجونو د تحصيل پر بنديز خپله اندېښنه شريکه کړې
مېرمن امنې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په تړاو د طالبانو د پرېکړو د بیا کتنې غوښتنه کړې.
امنه محمد او مولوي حنفي پرون ماښام په ارګ ماڼۍ کې سره کتلي او د دې لیدنې جزییات او عکسونه د ارګ په ټوېټر خپاره شوي.
د اغلې محمد په حواله زیاته شوې چې په ډېرو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده نو له همدې امله دې رامنځته شوي مسایل د خبرو له لارې حل شي.
ارګ د حنفي په حواله لیکلي چې، دوی د اسلامي شریعت او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د روغتیا، زدهکړو، امنیت په برخه کې د ښځو حقوقو ته درناوی کوي.
حنفي همدا راز د تور لیست، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې او دوی ته د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ د څوکۍ د سپارلو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان په نه پاملرنې تورن کړی.