بیګ بیش لیګ؛ مجیب الرحمن یو وار بیا وځلېد
نوموړي په ۴ اورونو کې یوازې ۷ منډې ورکړې، ۲ لوبغاړي یې وسوځول او ۱ اور یې پرته له منډې ورکولو/ميډن ترسره کړ.
مجیب په دې سیالیو کې د میلبورن رینیګیډز لپاره لوبیږي او نن یې له میلبورن سټارز سره لوبه وه.
لوبډلې یې په ۲۰ اورونو کې ۱۴۱ منډې کړې وې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۳۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د یادونې ده چې تر دې دمه د بیګ بیش سیاليو په درجه بندۍ کې د پرت سکارچرز لوبډله مخکښه ده.