Добавить новость
World News in Pashto





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас


سیمې او نړۍ سره د طالبانو اړیکې؛ د رسمیت پېژندنې هڅو ولې نتیجه نه ده ورکړې؟

د نړیوال مشروعیت د ګټو او د رسمیت پېژندنې په پار ۲۰۲۲ کال د طالبانو د حکومت هڅو نتیجه ورنه کړه.


د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو او نجونو په وړاندې په سختدریځیو سره په خپله هغه هڅې کمرنګه کړې چې له نړۍ سره یې د اړیکو د ښه کولو لپاره کولې.


د طالبانو له حکومت تمه وه چې ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي.


دوی نه یواځې ښوونځي خلاص نه کړل بلکې د لوړو زده کړو د مخنیوي لپاره یو بل ګام مخکې شول او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ وتړلې.


دې کار د افغانستان له ګاونډیانو را نیولې، تر عربي نړۍ او لویدیځ د ګڼو هېواد کلک غبرګونونه وپارول.




د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین د پوهنتونو د تړل کېدو په غبرګون وویل چې که طالبان له خپلې پرېکړې وانه وړي بیه به یې پرې کړي.


هغه وايي: "که دا پرېکړه وانخیستل شي بیه به یې پرې کړي. زه جزییاتو ته نه ورځم، خو موږ به یې له خپلو شریکانو او ملګرو سره تعقیب کړو. زه ویلای شم چې که طالبان له نړۍ سره د اړیکو د ښه کېدو په لټه کې دي هغه څه چې دوی یې غواړي او اړتیا ورته لري داسې څه به پېښ نه شي که دوی همداسې دوام ورکړي."




د امریکا په ګډون د لوېدیځ ګڼو قدرتونو څو واره په خپلو اعلامیو کې له طالبانو سره اړیکې له افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو سره د طالبانو په چلند پورې مشروطې بللې وې او ګواښ یې کړی و چې د ښځو تعلیم او کار او د بشري حقونو رعایت سرې کرښې دي.


د پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو په څېر نړۍ هغو هېوادونو چې طالبان ښې اړیکې هم ورسره لري د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په وړاندې د طالبانو په سختدریځیو اندېښنې وښودې او په دې تړاو د لګېدلو بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکي شول.


طالبانو واک ته تر رسېدو دمخه په دوحه کې د هغو مرکچیانو په مټ چې د دوی لپاره یې له نړۍ او افغانانو سره خبرې کولې د ګڼو بدلونو ژمنې کولې.


یو له دې مرکچیانو چې اوس د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزارت ورسپارل شوی شیخ شهاب الدین دلاور دی.




هغه ویلي: "تعلیم د ښځو حق دی. له اول صنف نیولې له بغدادي قاعدې نیولې، تر بخاري شریف تر دکتورا پورې، د ښځو کار، زموږ خویندې اندېښمنې دي. ښځې حق لري چې د اسلامي مقرراتو او افغاني دودونو سره سم د وطن د بهبود او د خپلې کورنۍ د هوساینې لپاره کار وکړي."


دلاور دا خبرې ۱۳۹۸ کال په دوحه کې د یوه بین الافغاني کنفرانس پر مهال کولې.


خو اوس د ده په شمول د طالبانو مرکچیان له هغې ډلې ملا عبدالغني برادر چې د رییس الوزرا مرستیال دی سپیناوی نه ورکوي چې ولې یې خپلې ژمنې پوره نه کړې.


د ښځینه معترضینو مخنیوی او ځپل یو له هغو نورو عواملو وو چې د نړۍ واټن یې له افغانستان سره لاپسې زیات کړ او د اروپا د پارلمان او ملګرو ملتونو په اسمبلیو کې پر طالب چارواکو کلکې نېوکې وشوې.


تمنا زریاب پریاني یوه له هغو ښځینه معترضینو وه چې څو اوونۍ بندي وه.


هغې ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالب ځواکونو له خورا بد چلند شکایت وکړ.


پریاني وویل: "په زندان کې مې سختې ورځې تېرې کړې، ډېره شکنجه شوې یم. زه یې حتی نیمه بربنډه هم شکنجه کولم، زما سره یې خورا غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند درلود."


د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ د طالبانو د واکمنۍ د یو کال د پوره کېدو په اړه په خپل راپور کې د طالبانو واکمني د بشري حقونو له سرغړونو ډکه وبلله او ګواښ یې وکړ چې که نړۍ لاس په کار نه شي وضعیت لا پسې خرابېږي.




بېنیټ د سپتمبر په دولسمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: "په خواشینۍ سره راپور ورکوم له شاوخوا یو کال راهیسې چې دا ماموریت پيل شوی د بشري حقونو وضعیت لا پسې خرابه شوی دی. افغانان په یوه بشري ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې رسیدګي کې پاتې ښکاري. د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکي ځپل او د طالبانو له خوا د بیان په ازادۍ بندیز د یو استبدادي حاکمیت څرګندويي کوي. دا بحران د دې شورا دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري."


دا سختدریځۍ د دې لامل شوې چې د دوی حکومت د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت ونه پيژندل شي که څه هم ځینو هېوادونو لکه پاکستان، روسیې، قطر او چین کې د طالبانو ډیپلوماټانو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.


د نجونو او ښځو پر مسئلې سربېره د سیمې هېوادونو د هغو احتمالي ګواښونو په خاطر چې له طالبانو یې احساسول له طالبانو سره محتاطانه مخته ولاړل.


ان تر دې چې د اړیکو د ښه والي پر ځای ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې وشوې.


پاکستان چې پخوا به د طالبانو تر ټولو لوی متحد او ملاتړی ګڼل کېده په دې وروستیو کې طالبانو ته ګوتڅنډنې وکړې چې که د پاکستاني طالبانو د تحریک له جنګیالیو ملاتړ وکړي نو په ګټه به یې نه وي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په ډسمبر میاشت کې واشنګتن ته په سفر کې په دې اړه وویل: "مونږ افغان طالبانو ته مخکې هم دا پیغام ورلېږلی، بیا هم ورته ووایو، چې پاکستاني طالبان زمونږ لپاره سره کرښه ده. او که چېرته دوی (پاکستاني طالبانو) ته د افغانستان لخوا کومې مرستې یا سهولت رسیږي نو دا به(افغانستان سره) زمونږ په اړیکو بد اغېز واچوي."




طالبانو بیا څو واره په ډاډ وویل چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بل هېواد وګواښي یا برید پرې وکړي.


دوی له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت د مذاکرو د څو دورو کوربه توب هم وکړ.


د دغه منځګړیتوب په پایله کې که څه هم پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت د څه وخت لپاره اوربند وکړ، خو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د ځینو مشرانو له وژل کېدو وروسته اوربندونه مات او یو وار بیا پاکستاني طالبانو پر حکومتي ځواکونو بریدونه پیل کړل.


طالب جنګیالیو او چارواکو د افغانستان له بل ګاونډي ایران سره هم د اړیکو د ښه کولو هڅې وکړې، خو د ایران محتاطانه چلند او د طالبانو پر ضد د دوی د مخکېني سفیر بهادر امینیان افشا شوې خبرې چې طالبان یې د مغلو لښکر وباله اړیکې څه ناڅه سړې کړې.




تر هغه مخکې بیا له ایران سره په پوله طالب جنګیالیو څو واره له ایراني ځواکونو سره نښتې هم وکړې.


ایران بیا د طالب ځواکونو په بې پامیو او د پولې د ساتلو په اصولو د نه پوهېدو له کبله انتقادونه کول.


د افغانستان شمالي ګاونډیان په تېره بیا تاجکستان چې د طالبانو ضد دریځ یې تعقیب کړی او دمګړۍ د طالبانو د مخالفې وسله والې د ملي مقاومت جبهې د ځینو مشرانو کوربه هم دی څو واره د طالبانو له واکمنۍ اندېښنه ښودلې.


په تېره بیا چې د افغانستان له خاورې د تاجکستان په ځینو سیمو راکټي بریدونه وشول.


په تاجکستان سربېره د ازبکستان په سرحدي سیمو هم څو واره له افغان خاورې بریدونه شوي.


طالبانو د نړۍ او سیمې د هېوادونو له فشارونو سره سره چې په کې د بانکي سکتور منزوي کول یې لویه بېلګه ده بیا هم ټول ۲۰۲۲ کال نه یواځې دا چې پر ښځو هغه بندیزونه چې دوی یې لاملونه تل په افغاني دود او اسلامي اصولو کې دننه وبلل کم نه کړل بلکې ګواښونه یې هم وکړل چې فشار کار نه ورکوي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې ظاهراً یې د رسمیت پېژندلو هڅې او خوشبینۍ سمې ونه ختلې وروستی وار په یوه کنفرانس کې چې د ډسمبر په ۲۵ په ارګ کې جوړ شوی وو وویل: "د دې وطن مزاج دا دی چې له دې سره به په همکارۍ چلېږي. له دې سره به په راشه درشه چلېږي او که د فشار اپشنونه څوک کاروي د دې معنی دا ده چې افغانستان بېرته بد امنۍ او ګډوډۍ ته بیایي او هغه د هېچا په ګټه نه ده او بیا به یې هېڅوک هم کنټرول نه کړای شي."




د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د ډپلوماسي دستګاه او نورو حکومتي چارواکو بیا په ۲۰۲۲ کال کې ځینې د ګوتو په شمار کارونه هم کړي چې په سر کې یې له متحده عربي اماراتو سره د هوايي ډګرونو د چارو د تنظیم تړونونه شاملېږي.


همدارنګه طالب چارواکو ۲۰۲۲ کال د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د تحکیم او د اړیکو د ښه کولو په هدف ترکیې، متحده عربي اماراتو، پاکستان او قطر ته سفرونه هم کړي دي.


Загрузка...

Читайте на сайте

Другие проекты от 123ru.net








































Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net