د بلخ - جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي
باختر اژانس نن په ټویټر کې لیکلي چې دا پېښه هغه وخت وشوه چې د مسافرو یو بس له سراچه موټر سره د شبرغان په چیغچي سیمه کې ټکر وکړ.
د راپور له مخې په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوې هم دي.