سوريه کې د يو وسلهوال بريد پر مهال ۱۰ کسان وژل شوي دي
د سوریې د پترولیم وزارت ویلي چې، توغندی د "التیم" د تېلو تاسیساتو کې لګېدلی دی.
د برید مسولیت تر اوسه هیڅ ډلې په غاړه نهدی اخیستي خو د سوریې د بشري حقونو د څار برېتانیا مېشتي بنسټ ویلي، د اسلامي دولت یا داعش وسلهواله ډله د دې برید تر شا لاس لري.
له بلې خوا د سوريې په شمال کې د کوردانو په مشرۍ ځواکونه وايي، د داعش پر ضد وروستیو عملیاتو کې یې د دې ډلې ۵۲ وسلهوال نیولي دي.