ایران پرون پنجشنبه د ایټالیا سفیر احضار کړ
له دې یوه ورځ وړاندې روم د ایران استازی په دې هېواد کې د وروستیو اعتراضونو پر وړاندې د ایران د حکومت د کړنو د سپیناوي لپاره ورغوښتی و.
د ایټالیايي د بهرنیو چارو وزارت د ایراني معترضانو پر وړاندې د ایران حکومت کړنې د نه منلو وړ بللي او خپل اعتراض يې د ایران سفیر محمد رضا صبوري ته څرګند کړ.