د واورې ورېدو له امله د سالنګ لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده
دغې ادارې ویلي، هغه موټر چې زنځیر یا «چین» ولري، کولی شي پر دې لویه لار تګ راتګ وکړي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې ورېدلو راپورونه ورکړل شوي دي.
په غور ولایت کې د درنې واورې له کبله د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ لارې د چهارشنبې له ناوخته تړل شوي او مسافرو پرون هم د لویې لارې په دواړو غاړو کې د لارې پرانیستل کېدو ته انتظار وو.