کندهار کې د راکټ یوې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او ۳ ژوبل دي
د طالبانو د ارغنداب د ولسوالۍ د اړیکو مسوول سید زبیر خالد وایي دغه چاودنه پرون سې شنبه د ارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو د راکټ په ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.
د نوموړي په وینا دغه څلور واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.
په افغانستان کې د تېرو جګړو له امله پاتې ناچاوده مهمات او ماینونه لاهم د خلکو ژوند ګواښي.