عراق کې ۸ پوليس او د اسلامي دولت ډلې يو غړی وژل شوي
سرچینو د جرمني خبري اژانس ته ویلي په کرکوک ولایت کې چې په تېلو غني دی، لومړی د پولیسو موټر پر یوه منفجره وسیله وربرابر شو، چې وروسته د پولیسو او د اسلامي دولت ډلې د وسلهوالو ترمنځ وسلهواله نښته وشوه.
امنیتي ځواکونو ویلي، چې په نورو وسلهوالو پسې پلټنه روانه ده.
عراقي چارواکو د چاودنې خبر تایید کړی او یې یو تروریستي او بزدلانه عمل بللی دی.
د عراق د پوځ یوه قوماندان، تورن جنرال یحیی رسول ویلي، په چاودنه کې د یوه افسر په ګډون د فډرال پولیسو بېشمېره غړي وژل شوي دي.