سپینه ماڼۍ: روسیې ایران سره د پرمختللو وسلو مرسته کړې
دا د روسیې او ایران ترمنځ د پراخېدونکې همکارۍ یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې تهران مسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره ډرونونه ورکوي.
روسیې د اوکراین پرښارونو په هوایي حملو کې له دغو ډرونونو کار اخیستی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري غونډه کې د امریکا د استخباراتو ارزونې ته اشاره وکړه چې وایي په بېساري کچه پوځي او تخنیکي همکارۍ د دواړو هېوادونو اړیکې پر بشپړ پوځي شراکت بدلوي.