پاکستان د افغانستان له لارې د ترکمنستان مایع ګاز واردوي
د روسیې انټرفکس خبري آژانس پرون د ډسمبر په ۹مه نېټه راپور ورکړ چې د افغانستان د لاریو چلوونکي به د چمن له دروازې د تورغنډۍ تر سرحده تش ټانکرونه لېږدوي او بېرته به د ګاز ټانکرونه چمن ته رسوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې هېواد ته د ګاز واردات به ډېر ژر پیل شي، خو په راپورونو کې ویل شوي چې په لنډ مهال او اوږدمهال کې د دې ستونزې د حل لپاره یوکال وخت ته اړتیا شته.
پاکستان د زیات نفوس د لرلو له کبله ډېری وخت په دوبي کې د برښنا او په ژمي کې د ګاز له کمښت سره مخامخ کېږي.