توماس وېسټ: د طالبانو د حکومت مشروعيت افغان مېرمنو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی
ښاغلي وېسټ په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د حکومت د دفاع د سرپرست وزیر په مشرۍ له پلاوي سره له ليدنې وروسته ویلي دي چې، له ملا یعقوب سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث وشو.
توماس وېسټ په خپل ټویټر لیکلي دي: "د افغانستان اقتصادي او اجتماعي ثبات او د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت تر ډېره د افغانستان د مېرمنو او نجونو سره د طالبانو په چلند پورې اړه لري."
ښاغلی وېسټ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له لوري لګېدلي محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ دي.
د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي، ښځې په ډېری دولتي ادارو کې له کار راګرځول شوي، لرې واټن سفر له شرعي محرم پرته نهشي کولای، حجاب پرې اجباري شوی او دغه شان ورزشي لوبغالو، تفریحي پارکونو او حمامونو ته پر تګ یې هم بندیز لګېدلی دی.
د متحده ایالاتو ځانګړي استازي دا هم لیکلي دي چې، د ملایعقوب په مشرۍ له پلاوي سره يې د افغانستان په امنیتي وضعیت، د داعش وسلهوالو په وړاندې د طالبانو د دومداره هڅو، د سوداګرۍ د چاپیریال د ښه والي او د روان بشري ناورین په وړاندې د نړیوالې ټولنې په هڅو هم بحث کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو پړه تر ډېره داعش وسلهوالو منلې ده.
په وروستۍ چاودنه کې چې د جلال اباد ښار په صرافۍ مارکېټ کې وشوه او داعش وسلهوالو يې مسولیت ومانه یو تن ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول.
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپل ټویټر دا هم لیکلي دي، چې د ثبات په خاطر، نیمایي نفوس باید له اقتصاد او د خپلو کورنیو د ملاتړ په هدف د مشارکت اجازه ولري.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځلس میاشتې پوره کېږي، خو حکومت يې تر دې دمه د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی.
د طالبانو د حکومت ویاندویانو تازه د توماس وېسټ د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې امریکا د دوی د حکومت د مشروعیت په وړاندې لوی خنډ دی.
که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د نړیوال مشروعیت لپاره يې ټول شرایط عملي کړي خو د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت جوړول او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندولو لپاره مهم بللي دي.
که څه هم طالبانو خپل حکومت ټولګډونه بللی، خو ښکاري چې نړیوالو ته دا ډول حکومت د منلو نهدی.
د یادونې ده، چې مخکې تر دې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت بیا د دغه لیدنې په اړه ویلي، چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یقوب مجاهد ښاغلي وېسټ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
دغه راز دا یې هم ویلي، چې نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي غوښتي، چې امریکا او نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د یادونې ده، وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
ښاغلي وېسټ په یو جلا ټویټ کې ویلي دي چې، په دې سفر کې يې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره هم کتلي دي او د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار او د یو ملي ډیالوګ د پیلېدو په اړه يې د هغوی غوښتنې اورېدلي دي.