يوناما: هر ډول شرايطو کې د اعدام سزا مخالف يو
یوناما پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې فرا کې په عام محضر کې د یو کس له قصاصه خبر شوي او دغه بنسټ د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا د لغوې لپاره سملاسي لاس په کار شي.
د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته لومړنی قصاص پرون په فرا ولایت کې ترسره شو چې غبرګونونه یې وپارول.
طالبان وایي، د قصاص دغې پېښه کې محکوم شوی کس د یوه مقتول د پلار لهخوا درې ډزه وویشتل شو.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعدام هر ډول حکم د ژوندانه له حقه سرغړونه ده او په عام محضر کې یې پلي کول انساني کرامت ته سپکاوی دی.