وېسټ: د طالبانو مشروعیت له ښځو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی
ښاغلي وېسټ پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات هم له ښځو سره د طالبانو په چار چلند پورې اړه لري.
نوموړي ویلي، افغانستان کې یې د ده په ټکو د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي سره په اماراتو کې خبرې کړي دي.
طالبانو د بشري وضعیت د اندېښنو په تړاو څه نهدي ویلي، خو دفاع وزارت یې وړمه ورځ ویلي و چې مشرتابه یې امریکایي استازي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چاته ګواښ نه پېښیږي.
پر امریکا سربیره نورو هېوادونو هم د طالبانو رسمیت پېژندل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ټینګښت پورې تړلي دي.