د چين ولسمشر په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس لهمخې شی جین پینګ به نن چهارشنبه سعودي ته روان شي.
دا له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي ته د نوموړي لومړنی او د کرونا له وبا وروسته بهر ته د هغه درېیم سفر دی.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د سعودي عربستان او امریکا اړیکې د انرژۍ، سیمهییز امنیت او بشري حقونو د اندېښنو له کبله خړې پړې شوي دي.